کابل/ د ليندۍ ٤مه/باختر
د ډار اچوونکو له شتون څخه د ننګرهار د زياتو برخو له پاکولو وروسته د ماين پاکولو بنسټونو له دغو سيمو څخه د ماين پاکولو لپاره خپل تيارى اعلام کړ.
د رارسېدلو خبرونو له مخې: د ننګرهار زياتې سيمې د ډار اچونې پرخلاف عملياتو په بهيرکې له داعشيانو او طالبانو څخه پاکې شوې دي.
خو د ډار اچوونکو د ښخ کړاى شويو ماينونو شتون اوس هم خلکو ته يو ګواښ دى.
په ننګرهارکې د ماين پاکۍ د همغږۍ دفتر مسوول عبدالولي ساپۍ له سيمه ييزو مسوولينو سره په غونډه کې وويل چې د ماين پاکۍ بنسټونه د ډار اچوونکو له شتون څخه د تصفيه شويو سيمو د ماينونو پاکولو ته چمتو والى لري.
هغه وويل: د ماين پاکۍ بنسټونه خپل کار د ننګرهار له ځينو سيمو په تېره بيا له اچين څخه چې يو وخت يې په افغانستان کې د داعش ډلې د مرکز په توګه ګڼل کېده، پيل کړى دى.
د ننګرهار د والي مرستيال تميم عارف مومند په دې غونډه کې د دغه ولايت په ځينو سيموکې د زرګونو ماينونو پر شتون اندېښنه څرګنده کړه.
هغه وويل چې د ننګرهار له ځينو سيمو څخه دتروريزم د ټغر له ټولولو وروسته اوس ماينونه د انسانانو ژوند ګواښوي.
د ننګرهار د والي مرستيال د ماين پاکۍ بنسټونو د دغه اقدام په هرکلي سره وويل چې ډېر ژر د ننګرهار نورې سيمې هم د ډار اچوونکو له شتون څخه پاکېږي او دغه سيمې به هم ماين پاکولو ته چمتو شي.
طالبانو او داعشيانو په ننګرهارکې د خپل شتون او له دغه ولايت څخه د تېښتې په وخت کې زيات ماينونه ښخ کړي دي.
ختم-ج – اکرم