خبرونهاقتصادTOPټولنه

له خواجه الوان تر ارغندۍ او له خواجه الوان تر شبرغان د ۵۰۰ کیلو ولټ مزي غځولو پروژې پاتې چارې پیل شوې

کابل، د لېندۍ ۳۰ مه، باختر
له شبرغان تر خواجه الوان دښتې او له خواجه الوان تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي غځولو پروژې چارې د ۱۱۱ میلیونه ډالرو په پانګونې سره پیل شوې.
د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ۵۰۰ کيلو ولټ برېښنا مزي غځولو پروژې پرانيست غونډه کې وويل، چې د برېښنا په برخه کې پانګونه د اسلامي امارت لومړیتوب دی او په همدې موخه یې له افغان انویست او عوفي بهرام شرکتونو سره قرارداد کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې اسلامي امارت هڅه کوي چې د افغانستان د ځان بسیاینې په موخه دننه په افغانستان کې برېښنا تولید کړي او په همدې خصوصي سکتور په جدي ډول هلې ځلې پیل کړې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت د برنامو رییس عبدالقهارعابد دې غونډې ته په وینا کې وویل، د دغې پروژې په بشپړېدو سره به له ترکمنستانه افغانستان ته ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا وارده شي، شپږ میلیونه کورنیو ته به برېښنا ورکول شي او ورسره به کرنه هم میکانیزه شي.
عابد زیاته کړه، چې په کلني ډول به د دې پروژې څخه ۴۲ میلیونه ډالر د افغانستان بودیجې ته سپارل کېږي چې په دې پیسو به د افغانستان په کلیوالي سیمو کې د برېښنا په برخه کې شته ستونزې حل کېږي.
د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني وویل، چې د بغلان ټول نظامي او ملکي کارکوونکي له دې سترې پروژې ملاتړ کوي او اړتیا ده چې ولسي خلک هم د دې پروژې د بشپړېدو په برخه کې له اړوندو مسؤلینو سره همکاري وکړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور وویل، چې په دې دوه پروژو کې یوه یې د بغلان له خواجه الوان دښتې تر شبرغان او دویمه پروژه یې له خواجه الوان دښتې تر ارغندۍ پورې ده چې په بشپړیدو سره به یې یو شمیر غیرفعاله فابریکې فعالې او صنعتکارانو ته به په ګڼو برخو کې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.
د افغان انویست شرکت رییس شیرباز کمین زاه وویل، چې له خواجه الوان تر شبرغان پورې په دې پروژه ۳۶ میلیونه ډالر لګښت راځي او په بشپړېدو سره یې صنعتي انقلاب، خلکو ته د کار زمینه، کرنیزه پراختیا، اقتصادي خپلواکي، بودیجوي توسعه، د کورنیو تولیداتو زیاتوالی، د سیمې له هېوادونو سره سیالي او نړیوال تعامل رامنځته کیږي.
د عوفي بهرام شرکت رییس مولوي نورالله وویل، چې له خواجه الوان څخه تر ارغندي پورې د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا مزي د غځولو په پروژه باندې د عوفي بهرام شرکت ۷۵ میلیونه ډالر پانګونه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته