له خلکو سره د سيمه ييزو پوليسو په نښته کې يو تن ووژل شو اوپنځه تنه نور ټپيان شول
پلخمري باختردلړم دمياشتې ٥ :
دبغلان ولايت دنهرين په ولسوالۍ کې نن دسيمې له خلکو سره دسيمه ييزو پوليسو په نښته کې له دواړو خواو څخه دوه تنه ووژل شول او څلور تنه نورټپيان شول.
دنهرين ولسوال عبدالفتاح هاتف دباخترآژانس خبريال ته وويل : دغه جګړه دسيمه ييزو پوليسو اودنهرين ولسوالۍ دخواجه خدر کلي دخلکو ترمنځ ونښته چې په پايله کې دسيمې دوه تنه اوسيدونکي ووژل شول اوديوسيمه ييز پوليس په ګډون څلور تنه نور ټپيان شول .
دنهرين ولسوال زياته کړه : دغه جګړه چې دپوليسو دسيمه ييز قوماندان جمال دافرادو او ددغه کلي داوسيدونکي غلام حسين ترمنځ دپخوانۍ دښمنۍ له امله ونښته چې دقوماندان جمال زوى هم دټپيانو په ډله کې دى .
دعامې روغتيا رياست دخبرځاى مسوول هوفياني دڅرګندونوله مخې، ددوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى او ددرملنې لپاره دکندز ولايت روغتون ته ليږدول شوي دي.