سیاست

له حزب اسلامي سره سوله او په دې باب انديښنې.

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٢٢
دنشنل انترست خپرونې دافغانستان دحکومت او دګلبدين حکمتيار په مشرۍ دحزب اسلامي ترمنځ دسولې مسئله څيړلې ده .
دغه خپرونه ليکي ، کابل په دې باور دى چې له دغه حزب سره سوله به ،سولې ته دځينو طالبانو دهڅونې سبب شي.
خپرونې دخپل مطلب په دوام ليکلي دي چې کابل او واشنګټن هيله لري چې هغه بدلونونه چې په دې وروستيو وختو کې په دراماتيک ډول د طالبانو ترمنځ رامنځته شوي دي او له حکمتيار سره دسولې موافقه به دسولې دپراخو خبرو لپاره زمينه برابره کړي .
خو دنشنل انترست خپرونه دغه راز ليکي چې له حزب اسلامي سره دسولې موافقه دهيلو ترڅنګ انديښنې هم له ځان سره لري، دخپرونې په باور د حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي لاتراوسه پورې هم په دې ټيکى ټينګار کوي چې په بشپړه توګه له افغانستان څخه دنړيوالو ځواکونو دوتلو وخت وټاکل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته