کابل باختردتلې د مياشتې ٢٣ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئيس محمد اشرف غني د لویو ملي مسائلو په برخه کې د هېواد له بېلابېلو اقشارو سره د سلا مشورو په لړ کې پرون له غرمې مخکې له سیاسي، ملي، جهادي او دینې رهبرانو او مشرانو سره د هېواد عمومي وضعیت و ارزاوه.
دجمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
د دغو مشورو موخه، پر مهمو ملي مسایلو لکه امنیتي او دفاعي مسائل، دښمن سره مقابله، د سولې بهیر لا غښتلي کول، اقتصادي پرمختیا او ظرفیت جوړولو په سر بحث دی.
په پيل کې جمهوررئيس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو په ځانګړې توګه په کابل او بلخ کې د وروستیو تروریستي پيښود شهیدانو روح ته دعا وکړه او ټینګار يې وکړ چې د شهیدانو کورنیو ته پام کېږي او د ټپيانو د درملنې لپاره له ټولو امکاناتو کار اخیستل کېږي.
جمهوررئيس وویل: زمونږ ملت په بې سارې توګه له سترو ستونزو سر پورته کړی، خو له بده مرغه چې دښمن په پرله پسې توګه هڅه کړې د نا امنیو د رامنځته کولو له لارې د هېواد د پرمختګ مخه ونيسي.
هغه وویل، د افغانستان ثبات تل له سیاسي، دیني، ټولنیز او ملي قشر او د جهادي شخصیتونو یووالي او پیوستون پورې تړلی دی.
جمهور رئيس په ډاګه کړه، د ملي وحدت حکومت د شفافو ټاکنو د ترسره کولو لپاره قوي اراده او پهدې برخه کې لازم چمتووالی لري.
جمهوررئیس غني د هېواد د روان امنیتي وضعیت په هکله وویل: موږ د جګړې په څلورم پړاو کې یوو او زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونو تل د هېواد د دفاع لپاره قرباني ورکړي چې نه یواځې د هغوی قرباني او سرښندنې به هیرې نشي بلکې د افغانستان ټول خلک په ځانګړې توګه د هېواد مشران له هغوی ستايي او ملاتړ یې کوي.
جمهور رئيس د هېواد د وروستیو پيښو په هکله وویل، د افغانستان د پرمختګ دښمنانو غوښتل چې د وارسا او بروکسل کنفرانس لاسته راوړنې او همدارنګه له حزب اسلامي سره د سولې موافقه ليک لاسلیکول کمرنګه وښيي.
محمد اشرف غني وویل، موږ له سیمهییز او له پولې اخوا تروریزم سره په جګړه یوو، د افغانستان د خلکو دښمنانو تل هڅه کړې چې د سیاسي قشر تر منځ تفرقه واچوي او زموږ ملي وحدت زیانمن کړي.
د هېواد جمهوررئيس وویل، د نننی ناستې هدف دادى چې موږ له تاسو ډېر څه واورو او ستاسو له مشورو ګټه واخلو. هغه ټینګار وکړ چې د دا ډول مشورو لړۍ به دوام وکړي.
وروسته د هېواد پخواني جمهور رئيس حامد کرزي خبرې وکړې او وې ویل: د خوښي ځای دی چې د هېواد د ملي مسائلو په هکله مشوره کوو او د خپلو خلکو د آرمانونو پوره کیدو ته کار کوو.
هغه وویل چې موږ تل د سولې د بهیر ملاتړ کړی او کوو یې او پهدې برخه کې هر ډول همکاری ته ژمن یو ځکه سوله د افغانستان د خلکو غوښتنه ده او پهدې برخه کې ملي اجماع موجوده ده.
کرزي څرګنده کړه: د هېواد د ملي مسایلو په هکله له دولت سره د نظر توافق لرو او ملاتړيې کوو. هغه همدا راز د هوایي بریدونو د څرنګوالي په هکله هم نظر ورکړ.
ورپسې جهادي رهبر استاد عبدرب الرسول سیاف خبرې وکړې او وې ویل: د سولې راوستو اود دښمن د له منځه وړلو لپاره سیاسي اجماع ته اړتیا ده او د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو پهدې برخه کې ډېرې قربانۍ ورکړي چې د افغانستان په تاریخ کې یې ساری نشته.
استاد سیاف د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو او زړورتیا د ستاینې تر څنګ وویل، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه باید په یواځې توګه قرباني ورنه کړي بلکې ملت هم باید یوموټى شي او د هېواد د فاع په خاطر د سولې او ثبات د دښمنانو او د هغوی د بادارانو پر وړاندې یو ځای سره ودریږي او قرباني ورکړي.
وروسته د ولسي جرګې رئیس عبدالرووف ابراهيمي خبرې وکړې او د حکومت له رهبرۍ څخه یې بروکسل کنفرانس ته د هر اړخیز چمتووالي او د بروکسل کنفرانس د ښه ترسره کېدو او د نننۍ غونډې جوړولو په خاطر مننه وکړه.
ابراهیمي وویل: سوله لازمي او د افغانانو اساسي غوښتنه ده. هغه وویل چې له حزب اسلامي سره د سولې موافقه ليک تطبیق دې ګړندی شي څو نورې هغه ډلې چې د سولې له پروسې سره یو ځای کېدو ته لیوالتیا لري ډير ژر له دې بهیر سره یو ځای شي. هغه وویل چې ولسي جرګه د حکومت د اصلاحي برنامو ملاتړ کوي.
پهدې غونډه کې د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار د ملي وحدت حکومت له مشرانو په ځانګړې توګه جمهور رئيس څخه مننه وکړه چې تل یې په ملي مسایلو کې مشورتي غونډې جوړې کړي او تر دې مهاله یې له سیاسي، جهادي او ملي شخصیتونو سره څه باندې ۳۰ مشورتې غونډې کړي دي.
هغه وویل: د بروکسل په کنفرانس کې د حکومت لاسته راوړنې زموږ له توقع ډيرې وې او موږ د سولې د بهیر ملاتړ کوو.
د مشرانو جرګې مشر د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قربانیانو ستاینه وکړه او ویې ویل چې د شهیدانو کورنیو ته دې رسیدګي وشي. دامنیتي او دفاعي ځواکونو جنازې دې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شي او دیني علمای کرام دې هم په دې برخه کې مرسته وکړي.
مسلمیار وویل: له دښمن سره د جګړې تر څنګ دې په هېواد کې د سولې دتامینولو لپاره هم کار وشي.
پهدې غونډه کې د حضرت صبغت الله مجددي زوی ذبیح الله مجددي د خپل پلار په استازیتوب خبرې وکړې او ویې ویل چې پروفیسور مجددي تل د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کړی دی.
هغه وویل چې حضرت صاحب د سولې د بهیر ملاتړ کوي خو د حق العبد په هکله خپل نظر لري چې مخکې يې دا موضوع له خلکو سره شریکه کړې او تل له دولت سره همکاری ته ژمن دی.
پهدې غونډه کې د جمهور رئيس دویم مرستیال قانون پوه محمد سرور دانش وویل چې د سولې بهیر او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په برخه کې د افغانستان د ملت اجماع موجوده ده. هغه د دې غونډې له ګډون کوونکو نه د ښې حکومتولۍ او فساد مخنیوي په برخه کې مننه وکړه.
د جمهور رئيس دویم مرستیال وویل چې حکومت په یواځې توګه د فساد مخه نشي نیولی او پهدې برخه کې د خلکو ملاتړ او عمومي اجماع ته اړتیا ده.
هغه د ټاکنو په هکله هم خبرې وکړې او ويې ویل چې د ټاکنو په برخه کې یو عمومي چوکاټ جوړ شوی چې د جزئیاتو په هکله يې هر اړخیز بحثونه کېږي.
وروسته د سولې دعالي شورا ستر مرستیال محمد کریم خلیلي خبرې وکړې او د دې تر څنګ چې د مشورتي غونډو جوړول یې ګټور وبلل، د دې غونډو پر دوام یې ټینګار وکړ او ویې ویل چې د کوچنيو مسایلو په هکله بېلابېل نظریات موجود دي، خو د لویو مسایلو په برخه کې د لیدلوري اتفاق موجود دی.
کریم خلیلي یو ځل بیا په هېواد کې د سولې پر ټينګښت ټینګار وکړ او هغه یې په هېواد کې له روانو ستونزو څخه د وتلو لار وبلله. هغه وویل چې فضا باید ډېره د سولې خوا ته لاړه شي نه د جګړې خواته.
د سولې د عالي شورا ستر مرستیال وویل: په تېر حکومت کې فساد وو او په اوسني حکومت کې هم شته او تر هغو چې ظوابطو ته له روابطو ارزښت ورنه کړل شي او فساد له منځه لاړ نشي د هېواد ستونزې نه حل کېږي. هغه وویل چې د اصلاحاتو او ظرفیت جوړونې په برخه کې د حکومت د برنامو ملاتړ کوي.
محمد کریم خلیلي وویل: موږ په داسې شرایطو کې یو چې له هر څه څخه باید بحران رامنځته نه کړو او باید له یو بل سره همکاري وکړو او د هېواد د اوضاع او شرایطو ښه کېدو لپاره باید ښه میکانیزمونه او لارې چارې وړاندې کړو.
په دې غونډه کې انوارالحق احدي هم خبرې وکړې اوپه بریالیتوب سره یې د بروکسل کنفرانس ترسره کېدو له کبله جمهوررئيس ته مبارکي وکړه، او د اقتصادي پروژو پر تطبیقولو، اصلاحاتو او کار موندنې یې ټینګار وکړ.
انوارالحق احدي د دې تر څنګ چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر لا ډېر موثریت ټینګار وکړ، ویې ویل چې د ملي وحدت حکومت به تر دریوو کلونو دوام وکړي چې وروسته له هغه د نوي حکومت لپاره ټاکنې کېږي.
پدې غونډه کې د حزب اسلامي رئيس عبدالهادي ارغندیوال هم خبرې وکړې او د دې تر څنګ چې په هېواد کې يې د سولې په برخه کې د جمهور رئيس د هڅو ستاینه وکړه، ويې ویل چې سوله له جګړې ډېر اهمت او جرآت غواړي.
هغه جمهور رئيس ته په خطاب کې وویل، تاسو نوي فصل او د سولې دروازې پرانیستې او د افغانستان له ټولو خلکو، د هېواد له رهبرانو او همدا راز د حزب اسلامي له رهبر ګلبدین حکمتیار څخه د سولې بهیر د ملاتړ له امله مننه کوم.
ارغندیوال وویل: دې ته اړتیا ده چې له حزب اسلامي سره د سولې دموافقه ليک په تطبیق کار وشي څو په هېواد کې د سراسري سولې ټينګښت لپاره ور پرانیستل شي.
هغه د ټاکنو په برخه کې د حکومت د طرحې په هکله توافق وښوده او ویې ویل چې د ملي مسایلو په برخه کې اجماع موجوده ده.
د حزب اسلامي رئيس وویل چې فساد له پورته تر ښکته ډیر دی او د صادقو مسوولینو په ګومارنې سره کولی شو دغه پدیده راکمه کړو.
وروسته د غونډې نورو ګډونوالو استاد محقق، ګل آغا شیرزي، مولوي قیام الدین کشاف، قاضي محمد امین وقاد، حاجي الماس او سردار محمد روشن خبرې وکړې او د بین المللي اجماع او بروکسل کنفرانس د بریالیتوب په برخه کې يې د حکومت ستاینه وکړه.
د غونډې ګدونوالو له امنیتي او دفاعي ځواکونو چې د هېواد د دفاع او له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې يې میړانې او سرښندنې کړي په بشپړ اتفاق سره ملاتړ څرګند کړ او یو ځل بیا یې د تروریزم د تمویل، ښوونې او سمبالولو مرکزونو په پيژندلو ټینګار وکړ.
هغوی د افغانستان له ټول ملت نه وغوښتل چې د دښمن دیرغل پر وړاندې یو ځای شي او وړاندیز یې وکړ چې په بېلابېلو برخو کې دې په جلا جلا توګه مشورتي غونډې جوړې شي څو د هرې موضوع په هکله بحث او مشورې وشي.
د غونډې په پای کې جمهور رئيس له ګډونوالو مننه وکړه او ویې ویل چې د نظام د پياوړتيا لپاره ستاسو له کاملې اجماع او ملي وحدت نه مننه کوم.
هغه په بېلابېلو برخو کې د جلا جلا غونډو دجوړولو دوړاندیز هر کلی وکړ او ویې ویل، په دې برخه کې به منظمه اجندا جوړه شي او په راتلونکو غونډو کې به د مشخصو مسائلو په هکله بحث او خبرې وشي.
په دې ناسته کې دجمهوررئیس محمد اشرف غني په ګډون سربيره ، حامدي کرزي، ډاکټر عبدالله عبدالله، عبدرب الرسول سیاف، محمد سروردانش، محمد کریم خلیلي، استاد محمد محقق، عبدالروف ابراهیمي، فضل هادي مسلمیار، ذبیح الله مجددي، هدایت امین ارسلا، صلاح الدین رباني، حاجي دین محمد، محمد امین وقاد، خالد فاروقي، حاجي الماس زاهد، عبدلهادي ارغندیوال، استاد نعمت الله شهراني، مولوي قیام الدین کشاف، استاد اکبري، ګل اغا شیرزی، اسدالله وفا، فاروق وردګ، عبدالخالق فراهي، مولوي محی الدین بلوچ، حاجي محمد موسی هوتک، عبدالحکیم منیب، محمد عمر داوودزی، انوارالحق احدي، محمد امین کریم، صادق مدبر، سترجنرال عبدالرحیم وردګ، پوهاند عبدالسلام عظیمي، عبدالکریم خرم، مولوي جوره او محمد نعیم کوچي حضور درلود.