له تهران څخه غچ؛ پاکستان د ایران پر خاوره برید کړی

نړۍ، د مرغومې ۲۸ مه، بهرنۍ رسنۍ

د ایران سپاه پاسداران پورې اړوند تسنیم خبري اژانس د دغه هېواد په سیستان بلوچستان ایالت کې د یو مسوول امنیتي چارواکي له قوله ویلي، چې پاکستاني پوځ نن پنجشنبې سهار ۴ نیمې بجې پولې ته نږدې سراوان سیمې ته نږدې پر یو کلي توغندیز برید کړی، چې په پایله کې یې ۳ ښځې او ۴ ماشومان وژل شوي دي.

ویل کېږي، تهران تر دغه برید وروسته له پاکستان څخه د بېړني وضاحت غوښتنه کړې ده.

ایراني رسنیو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له قوله خبر ورکړی، چې دغه بریدونه ګواکې د ترهګرو پر پټنځایونو ترسره شوي دي.

د تهران او اسلام اباد ترمنځ اړیکې وروسته ترهغې ترینګلې شوې، چې وړمه ورځ د ایران سپاه پاسدران هوایي ځواکونو د ډرون او توغندیو پر مټ د پاکستان په خاوره کې د ایراني چارواکو له قوله د جیش العدل ډلې مرکزونه په نښه کړل، هغه څه چې د اسلام اباد سخته غوسه یې راپارولې ده.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته