کابل باختر د تلي نهه ويشتمه :
د فارياب ولايت د ملي پوليسو د تعليمي مرکز له شپږو ويشتمې دورې څخه شپږ پنځوسو تنو پوليسانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل .
د فارياب ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالنبي الهام د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې دوره کې د فارياب ولايت د مرکز او د څوارلسو ولسواليو شپږ پنځوسو تنو پوليسانو د دوه مياشتنۍ روزنيزې دورې له تيرولو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل .
0 د یوې دقیقې څخه لږ