ټولنه

له بې ځايه شويو کورنيو سره مرسته وشوه .

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ١٨
دافغانستان دکليو دبيارغونې ادارې دبدخشان ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو د رياست په همکارۍ له يو سلو اته څلويښتو بې ځايه شويو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وکړه .
دبدخشان دوالي وياند احمد نويد فروتن باختر آژانس ته وويل: څه ناڅه زرکورنۍ دوردوج يمګان او دجرم له ولسواليو څخه بې ځايه شوې دي او دبهارک په ولسوالۍ کې ځاى پرځاى شوې دي چې له هرې کورنۍ سره د اوړو غوړيو په ګډون دخوراکي توکو او د نورو لګښتي توکو مرسته وشوه . دغه بې ځايه شوې کورنۍ څه ناڅه يوکال کيږي چې دجګړو له امله له خپلو سيمو څخه بې ځايه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته