کابل باختر د لړم لسمه :
دپروان ولايت له پيښو سره دمبارزې دتياري رياست په دغه ولايت دکندز دجګړو له امله له ٥٦ بې ځايه شويو کورنيو سره دخوراکي توکو او دنورو لومړنيو توکو مرسته وکړه .
په پارلماني چارو کې ددولت وزارت باختراژانس ته خبر ورکړ :دپروان ولايت له پيښو سره دمبارزې دتياري رياست له هرې کورنۍ سره ٢٥ کيلووريجي ، ٢٤ ليتره غوړي ، لس کيلوبوره ، درې شړۍ ، دوه پلاستيکي ترپالونه ، ديوه پلاستيکي فرش او دپخلنځي دلوښو مرسته وکړه .
ديوبل خبر له مخې : دهرات ولايت له پيښو سره دمبارزې دتياري رياست دشينډنډ ولسوالۍ له ٥٤ بې ځايه شويو کورنيو سره دګذرې په مربوطاتو کې د غنمو ، وريجو ، غوړيو ، بورې ، لوبيا ، او دژمنيو جامو مرسته وکړه
دغه راز دسي اي اس وي دي موسسې هم په دغوکورنيو دپخلنځي لوښي وويشل .
0 1 دقیقه لوستل