ټولنه

له بې وزلو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه .

کابل باختر د غبرګولي نولسمه :
دکابل ښار ددولسمې  او اتمې ناحيې  په مربوطاتو کې نن له سلو بې ځايه شويوکورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه .
  دغه مرسته  ديوې عربي  خيريه  موسسې له خوا  شوې ده او دپلچرخي په ساحه کې  دکابل ښار داتمې ناحيې په مربوطاتو کې په هرې کورنۍ  لس کيلوګرامه  اوړه ،  پنځه کيلوګرامه غوړي ،  درې کيلوګرامه  لوبيا او درې کيلوګرامه بوره وويشل شوه .
  دمهاجرينو  دراستنولو  دچارو وزارت  دخپرونو رياست  باختراژانس ته خبر ورکړ . دغه مرسته  دروژې دمبارکې  مياشتې په درناوى  ددغه وزارت  په غوښتنه  شوې ده .
  دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت دخپرونو رييس  اسلام الدين  جرئت  وويل چې دغې موسسې  خپلې مرستې  دخوست اوبلخ په ولايتونوکې په اړو بې ځايه شويوکورنيو ويشلې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته