له بوسنيا څخه ددووتنو ايراني ديپلوماتانو شړل .
تهران باختر د ثور اوه ويشتمه :
دبوسنيا داطلاعاتو وزارت مقاماتو ويلي دي چې ايراني ديپلوماتان احمد حمزه دولاب او سهراب جديدي دنړيوالو قوانينو پرخلاف فعاليتونو په علت د بوسنيا له خاورې څخه ايستل شوي دي .
دبوسنيا داطلاعاتو وزارت ته يوه نږدې خبرځاى ويلي دي چې دغه کسان دايران داسلامي جمهوريت دسفارت دويم او دريم منشيان و چې دبوسنيا په خاوره کې دجاسوسي او دنورو مشکوکو فعاليتونوتور پرې لګول شوي و .
ددغه خبرځاى دڅرګندونو له مخې، شړل شويو ايراني ديپلوماتانو دوهابي فرقې له مشر نصرت اماموويچ سره اړيکې لرلې چې دغه شان اړيکې دديپلوماتيک عرف له مخې جاسوسي بلل کيږي .