له بهرڅخه راستنوشویومهاجرینو مرستې ترلاسه کړې
کابل / د غويي ۲۲ / باختر
د مهاجرینونړیوال سازمان د تخار د مهاجرینو ریاست په همکارۍ په ۷۰ هغو مهاجرو چې له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي نغدي مرسته وکړه.
د تخار د مهاجرینو د چارو رییس د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې د مهاجرینو نړیوال سازمان د تخار د مهاجرینو ریاست په همکارۍ په ۷۰ هغو مهاجرو چې له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي نغدې پیسې او خوراکي توکي مرسته وکړه.
د تخار د ټولنیزو چارو مرستیال د دغو مرستو پرشفافیت ټینګاروکړ او ويې ویل چې د اړو کسانو پېژندل د تخار د سيمه ييزحکومت د دندې یو برخه ده او موږ تل هلې ځلې وکړې چې په بدو شرایطوکې خلکوته خدمت وکړو.
د تخارد مهاجرینود چارو رییس وویل چې د دغو مرستو وېشل دوام لري.
پای-ع