له ایران څخه څه باندې ۱۰۰۰ افغانان په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شول
کابل، د سلواغې ۳۰مه، باختر
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت پرون له ایران څخه هېواد ته د ۱۴۲۵ افغانانو د راستنېدونو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت ویلي چې دغه کسان د هرات د اسلام کلا له پولې هېواد ته راستانه شوي چې کورنۍ هم په کې شاملې دي.
سرچیني زیاته کړې چې له دې ډلې ۳۰۳ تنه اړمن وپېژندل شول او د مرستو د ترلاسه کولو په موخه د کډوالو نړیوال سازمان دفتر ته وروپېژندل شول او خوراکي او غیرې خوراکي توکي یې ترلاسه او دغه راز ۴۶ تنه بې سرپرسته ماشومان د خپلو کورنیو د پېژندنې په موخه د وارچېلډ مؤسسې ته ور وپېژندل شول او ۱۶۵ تنه نور له روغتیايي خدمتونو برخمن شوي دي.