ټولنه

له اړو کسانو سره دخوراکي توکو مرسته وشوه .

کابل باختر دغبرګولي شلمه :
دکابل دخدمتګارانو مرکز نن دکابل ښار له دوه زره  بې وزلو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته وکړه .
ددغه خيريه مرکز يوتن بنسټ ايښودونکى حاجي محمداصف  هاشم دباختراژانس خبريال ته وويل: په هرې کورنۍ ديوې اندازې وريجې ،  غوړيو ، نخودواو لوبيا مرسته وشوه .
ددوو زرو کورنيو له جملې څخه چې مرسته ورسره وشوه پنځه سوه کورنۍ يې دکابل ښار  په ښوونکو پورې اړه لري .
دغه مرسته دروژې دمبارکې مياشتې په درشل کې وشوه او حاجي محمد اصف هاشم وايي چې دغه بهير به دوام ومومي .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته