خبرونهټولنه

له ايران څخه نږدې ۱۷۰۰ افغان هېواد ته راستانه شوي دي

کابل، د لېندۍ ۲۰مه، باختر

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې پرون له ایران څخه ۱۶۹۰ افغانان په خپله خوښه او جبري توګه د هرات د اسلام قلعې له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت زیاته کړې چې د دغو کسانو له ډلې يې ۳۳۴ تنه د مرستو په موخه د کډوالو نړیوال سازمان ته ورپېژندل شوي، چې ورسره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرستې تر سره شوې دي.

یاد وزارت همدارنګه ویلي چې ۳۲ کورنيو ته ۱۰ زره افغانۍ او ۳۵ نورو کورنيو ته چې ۷۳ تنه کېدل، په وړيا توګه يو – يو سيمکارټ په سرحد کې د مؤظف کمېټو له لوري وېشل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته