خبرونهاقتصادTOPروغتیا

له ايران څخه افغانستان ته د باکیفیته درملو پر واردولو خبرې وشوې

کابل، د وږي ۱۷مه، باختر
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، نن د ايران د درملو د تولید د يو شمېر لویو شرکتونو له مسئولینو سره وکتل.
باختر آژانس ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې نورالدین عزیزي، د ایران د درملو تولید لويو شرکتونو له مسئولینو سره، افغانستان ته د باکیفیته درملو د واردولو او د بې‌کیفیته او تقلبي درملو د مخنیوي پر لارو چارو خبرې کړې دي.
د ایراني شرکتونو مسئولینو هم په افغانستان کې د خپلو شرکتونو د څانګو پرانیستلو او د خامو کیمیاوي موادو پر تولید چمتووالی ښودلی دی.
همدا رنګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، د يادو شرکتونو د پروګرامونو هرکلی کړی او ويلي يې دي چې اوسمهال افغانستان ته د باکیفیته درملو پر وارداتو هېڅ ډول محدودیت او بندیز نشته او له هغوی څخه یې غوښتي دي چې راشي او په افغانستان کې دې پانګونه وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته