کابل – باختر دغبرګولي دمياشتې ٦
له اوولس کلنى څخه ښکته د هيواد د فوټبال د ملي ټيم ورزشکاران د کسپين کپ په سياليوکې دګډون لپاره پرون آذربايجان ته لاړل.
د هيواد د فوټبال فدراسيون د خپرونو آمر عبدالرشيدعزيزي نن دباختر آژانس خبريال ته وويل: دکسپين کپ د فوټبال سيالۍ ټاکل شوې ده سرله سبا د دولسو ټيمونو په ګډون د آزربايجان هيواد په کوربه توب پيل شي او د غبرګولي د مياشتې ترشپاړلسمې نيټې پورې به دوام ومومي.
يوه اړونده خبرځاى وويل: په دغو سياليوکې له اوولس کلنى څخه ښکته د افغانستان، ايران، ازبکستان، قزاقستان، ترکيې او د ګرجستان د فوټبال ملي ټيمونه او د آزربايجان دوه ټيمونه ګډون کوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ