له اوربند تېښته؛ نتانیاهو د وژل شویو اسیرانو مسول دی
نړۍ، د وږي ۱۲مه، بهرنۍ رسنۍ
د حماس غورځنګ یو مهم غړي خلیل الحیه له الجزیرې سره خبرو کې ویلي، چې غزه کې د شپږ تنو نورو اسرایلي او امریکایي اسیرانو د مړه کېدو مسول د رژیم لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو دی او د اوربند له تړون څخه د نوموړي تېښته د دې لامل شوه، چې اسیران مړه شي.
د رژیم دننه هم نتانیاهو له سختو نیوکو سره مخ دی او د اسیرانو د مړه کېدو له امله ملامت بلل کیږي.
د یو بل راپور پر بنسټ اسرایلو کې لاریونونه ورځ تر بلې پیاوړي کیږي.
د اسرایلي رسنیو د راپورنو له مخې شاوخوا ۳۵۰ زره قهرجن اسرایلیان تېره شپه د تل ابیب لارو کوڅو ته راوتلي وو او د رژیم ضد شعارونه یې ورکول.
دغو لاریونوالو غزه کې د خپلو مړه شویو عزیزانو پړه پر نتانیاهو اچولې او ژر تر ژره یې له حماس غورځنګ سره د اوربند د ټینګښت او خپلو نورو عبندي عزیزانو د راخوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
اسرایلي پولیسو یو شمېر لاریونکوونکي نیولي هم دي.