کابل، د زمري ۲۸مه، باختر
یوسل او پنځه کاله وړاندې پر دین مینو افغان مجاهدینو د الله جل جلاله په نصرت د انګریزي ښکېلاک پر وړاندې د علماء کرامو په فتوی او رهبري د برتانوي اشغالګرو پر ضد جهادي مبارزه وکړه او د الله جل جلاله په نصرت سره یې په مکرر ډول یرغلګر انګریزان مات او له خپلې مقدسې خاورې څخه وشړل.
د انګریزي ښکېلاک پر وړاندې زموږ د مجاهدو اسلافو نه ستړې کېدونکې جهادي مبارزه نه یوازې په افغانستان کې د ښکېلاک د ماتې سبب شوه؛ بلکې د سیمې او نړۍ په کچه یې په ټولو اشغال شوو او استعمار ځپلو ملکونو کې ښکېلاک له ماتې سره مخ کړ.
اسلامي امارت د انګریزي ښکېلاک د ماتې د ۱۰۵مې کالیزې د رارسېدو له امله ټولو مجاهدو افغانانو او مسلمانانو ورونو ته مبارکي وایي. الحمدلله چې د خپلو اسلافو په پیروي دا دی افغانان یوه پيړۍ وروسته هم د فتحې راوستلو او اشغال ختمولو روحیه لري چې اوس یې یو ځل بیا افغانستان له یو بل اشغال څخه هم خلاص کړ. زموږ د نیکونو د جهادي کارنامو برکت دی چې زموږ خلک په امتیازي ډول خپلو دیني او افغاني ارزښتونو ته ژمن پاتې دي.
افغانان د قوي ایمان، زړورتوب او جهاد له برکته توانېدلي چې د برتانوي او شوروي یرغلګرو په څېر، د الله تعالی په نصرت سره د امریکا په مشري غربي یرغل هم مات کړی او دا دی غیورو افغان مجاهدینو لکه د یوې پيړۍ پخوا یو وار بیا د فتحې او خلاصون د اعادې بیرغ پورته کړ.
25 1 دقیقه لوستل