له انلاين موزيم سره چې نوى يې په کار پيل کړى دى بلد شئ.

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ١
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دسرپرست ډاکتر کمال سادات له خوا دانلاين موزيم په پرانيستلو سره هنرمندان کولاى شي خپل تصويرې او مجسمې آثار له دې لارې نندارې ته وړاندې کړي.
دباختر آژانس دخبرله مخې :دانلاين موزيم په پرانيستلو سره دهيواد له فرهنګي ميراثونو په هنري آثارو لاس رسى دافغانستان دفرهنګ او تمدن په باب معلومات په هغه څه دافغانانو پوهاوى چې څه و ، هغه څه دى او هغه څه چې کولاى شي واوسي څخه دخلکو پوهاوى زياتيږي او له بله پلوه ددغه موزيم په کارولو سره دګډ فرهنګي تنوع احساس زياتيږي څو فرهنګي ، ديوبل منلو ، نړيوالې سولۍ ،په ځان دباور او سوکالۍ په لور لاره پرانيستل کيږي.
ديادونې وړ ده چې دغه موزيم د روان کال دثور دمياشتې په پنځمه نيټه ډاکتر کمال سادات او دملي ارشيف درييسې معصومى نظري له خوا پرانيستل شوى دى.
هنرمندان کولاى شي له دغې پاې څخه په استفادې سره خپل آثار نندارې ته وړاندې کړي .
www.afghanclturalmuseum.org

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته