کابل باختر د کب لسمه :
دکورنيو چارو وزارت اداري معين د هرات ولايت ته د خپل سفر په بهيرکې د عامه نظم دپوليسو شپږمه لوا وکتله.
د باخترآژانس دخبر له مخې: په دې کتنه کې لوى پاسوال اکرام الدين ياور د عامه نظم دپوليسو کړه وړه وستايل او ويې ويل چې د انتخاباتو د امنيت په تامينولو کې د هيواد له امنيتي ځواکونو سره د خلکوهمکارۍ يواساسي کار دى.
وروسته د عامه نظم د شپږمې لوا قوماندان مل پاسوال محمدباقر مرتضوي خبرې وکړې او په انتخاباتوکې دپوليسو دبشپړتيارى ډاډ ورکړ .
دکورنيو چارو وزارت اداري معين دغه راز په هرات کې د قوتونو د همغږۍ مرکز هم وکوت.
0 د یوې دقیقې څخه لږ