سیاست

له امنيتي ځواکونو سره د افغانستان د عالمانو د ملاتړ اعلام

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٤
د افغانستان عالمانو نن په يوه غونډه کې له افغان امنيتي ځواکونو سره خپل ملاتړ اعلام کړ.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې: په دې غونډه کې چې د لويې جرګې په خيمه کې جوړ شوې وه؛ د هيواد د عالمانو افغان امنيتي ځواکونو ته د امنيتي مسوليتونو د ليږدونې د بهير د بشپړيدو د هرکلي او د هيواد د امنيتي ځواکونو د ميړانې، زړورتيا او سرښندنو د ستاينې په ترڅ کې له دغو ځواکونو سره خپل ملاتړ اعلام کړ او د هغوى پرخلاف جګړه يې يو ناروا عمل وباله او ويې ويل: هر هغه څوک چې د هيواد د دفاع په لاره کې له منځه ځي؛ شهيد دي او د هيواد ساتوونکو او مدافعانو پرخلاف يرغلګر او تيري کوونکي د تل لپاره په دوزخ کې وي او د خداى (ج) له رحمت څخه به لرې وي.
په دې غونډه کې چې د افغانستان د عالمانو د سراسري شورا غړو هم ګډون کړى و؛ له افغان امنيتي ځواکونو سره ملاتړ د ټولو مسووليت وباله ځکه امنيت او سوکالي د دغو ځواکونو له شتون پرته ناشونى کار دى .
دوى وويل: امنيت نه يواځې د ټولنيز ثبات ضمانت کوي؛ بلکى د خيريه چارو د ترسره کولو او د ديني مناسکو د اداکولو لپاره زمينه برابروي. په ديني مدرسوکې زده کړه او تعليم يواځې امکان لري.
ويناوالو ټينګار وکړ: مسلمانان دې د خداى (ج) د شريعت له مخې په خپلوکې سوله وکړي او په هيوادکې د فساد له ډولونو سره دې مبارزه وکړي.
د يادونې وړ ده: د مرغومي مياشت چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د پروګرام له بشپړيدو سره برابره ده؛ د امنيتي ځواکونو د ملاتړ د مياشتې په توګه اعلام شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته