کابل باختر د کب دمياشتې ١٠ :
د پنجشير ولايت وګړنيو او سيمه ييزو مقاماتو پرون د هېواد له امنيتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلام کړ.
دغو مقاماتو د هېواد د دفاعي اوامنيتي ځواکونو د محاربوي فعاليتونو له امله په قدرداني سره وويل: اوسنى د امن او آرامۍ نسبي فضا د همدغو دفاعي ځواکونو د هلو ځلو ثمره ده چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې پراته دي.
سيمه ييزو مقاماتو په دې باندې ټينګار وکړ چې د ملي وحدت حکومت دې د دفاعي ځواکونو ښه سمبالولو ته پاملرنه وکړي.
د پنجشير ولايت د معاونيت سرپرست محمدامين صديقي د باختر آژانس خبريال ته وويل: د ملي وحدت حکومت بايد د هېواد د دفاعي ځواکونو ښه سمبالولو، ظرفيت جوړولو، اعاشې او اباطې او د معاشونو زياتوالي ته جدي پاملرنه وکړي.
0 1 دقیقه لوستل