له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې پنځلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول
کابل باختر د تلي څلورمه
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ امنيتي ځواکونو پرون دلغمان ، بغلان ، کندز ، قندهار ، ميدان وردکو او دخوست دولايتونو په نا امنو سيموکې چاڼيز عمليات ترسره کړل او له امله يې پنځلس تنه ياغي طالبان و وژل شول ، درې تنه ټپيان او نولس تنه نور ونيول شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل ددغو عملياتو په بهير کې شل کېلوګرامه چاوديدونکې توکې دوه توغندي ويشتونکې ، يوه پيکا ، اووه ميله ډول ډول وسله ، ددرندو وسلو پنځه سوه دوه ويشت ګولۍ ، دسپکو وسلو دوه سوه شپږ نوي ګولۍ ، دوه ماينونه او نور پوځي تجهيزات هم ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې، دوسايطو ضد يو ماين چې د تروريستي او ورانکارو فعاليتونو د ترسره کولو په خاطر دوسله والو مخالفينو له خوا دبادغيس ولايت د غورماچ ولسوالۍ دبازار په مربوطاتوکې ځاى پرځاى شوي و ددغه ولايت د پوليسو له خوا کشف او شنډ کړاي شو .