امنیت

له امنيتي ځواکونوسره د خوست ولايت د خلکو ملاتړ

کابل باختر د تلي دوه ويشتمه :
له امنيتي ځواکونو سره د ملاتړ د څرګندونوپه مقصد نن د خوست ولايت د دولسو ولسواليو د عالمانو، مخورو او د قومي مشرانو په ګډون د دغه ولايت په مقرکې  يوه غونډه جوړه شوه .
د خوست والي پوهنمل حکم خان حبيبي د باخترآژانس خبريال ته وويل: موږ د سولې او آزادۍ د دښمنانو د لاسوهنو د مخنيوي او د دغه ولايت د سوله دوستو او مخورو شخصيتونو په وړانديز دغه غونډه جوړه کړه چې له نيکه مرغه دخوست ولايت د دولسو ولسواليو عالمانو، مخورو او قومي مشرانو پکې ګډون وکړ او له امنيتي ځواکونو سره يې خپل ملاتړ او پيوستون اعلام کړ او ژمنه يې وکړه چې خوست د جغرافيايي  پولو ددفاع په لاره کې له هيڅ راز همکاري څخه ډډه نه کوي.
خبرځاى وويل: په دې غونډه کې د خوست د ولايتي شورا رييس د دغه ولايت د اړوندو ولسواليو او د مرکز د امنيت دتامينولو او له امنيتي ځواکونو سره د همکارۍ په اړوند طرحې وړاندې کړې چې د غونډې دبرخه والو له خوا د تاييد وړ وګرځيدې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته