کابل، د زمري ۲۴مه، باختر
له نن څخه درې کاله وړاندې په همدې ورځ (د اسد میاشتې په ۲۴مه) افغانستان له امریکايي اشغال څخه خلاص او مرکز کابل هم فتحه شو؛ الحمدلله والمنة.
دا ورځ د افغانستان په تاریخ کې یو له مهمو او ویاړلو ورځو څخه د فتحې ورځ په نامه ثبت شوه چې له امله یې افغانستان له شل کلن اشغال او تجازو څخه خلاص شو. د دې ورځې د راتګ لپاره زموږ مجاهدینو او خلکو خورا سترې او سختې قربانۍ ورکړې او زموږ د افغانانو د جهاد، مبارزې، صبر او استقامت په نتیجه کې د الله جل جلاله په نصرت سره د وخت ستر متجاوز قوت ماتې وخوړه او جهادي مبارزه مو بریالی شوه. الحمدلله موږ د دغې سترې فتحې په مناسبت خپلو درنو مؤمنو او مجاهدینو ورونو ته مبارکي وایو او د جهاد او مبارزې په لاره کې د دوی قربانۍ ستایو.
شل کاله د کفري اشغال دوام او په مقابل کې یې زموږ د خلکو شهادتونو او قربانیو زموږ د راتلونکو نسلونو لپاره داسې ستر درس پرېښود چې باید هېڅکله هېر نشي.
ژمنه کوو چې د افغانانو د سختو ستړیاوو په مقابل کې لاسته راغلی اسلامي نظام چې تر سیوري لاندې یې د الله جل جلاله دین حاکم او شریعت عملی شوی؛ سوله او امن راغلی، خلک مو آرام شوي او د وطن د مادي او معنوي آبادۍ فرصت مهیا شوی؛ کلک وساتو او په هر قیمت دفاع ترې وکړو.
ټول افغانان باید د دغه ستر نعمت یعنې فتحې او اسلامي نظام شکر ادا کړي، دا یو غنیمت وبولي او د حفاظت او حمایت لپاره یې همېشه چمتو او آماده واوسي. له جهاد څخه اصلي هدف اعلاء کلمة الله او د الله دین د الله تعالی پرځمکه حاکم کول وو، اسلامي امارت هم له هرڅه وړاندې د الله تعالی د دین او شریعت حاکمیت خپل اصلي مسئولیت او اولویت بولي او په دې کار کې د الله تعالی توفیق او نصرت او د خپلو خلګو مرسته او دوامداره همکاري غواړي.
له الله تعالی څخه غواړو چې په دغه ستر مسئولیت کې د اسلامي امارت رهبري او ټولو مسئولینو او افرادوته توفیق ورکړي او لکه څرنګه یې چې زموږ مجاهدینو ته ستره فتحه ور نصیب کړه؛ په شریعت باندې هم التزام او استقامت ورکړي او د هر ډول شیطاني او انسي دسیسو او توطیو څخه يې محفوظ وساتي.
امین یارب العلمین
19 2 دقیقې لوستل