له افغانستان څخه نړيوالې ټولنې ته هيڅ ګواښ متوجې نه ده
برلين باختر دتلي يو ويشتمه :
دآلمان دبهرنيو چارو وزير شتاين ماير په هغې مقاله کې چې پرون دآلمان د فرانکفورتر الګمانيه ورځپاڼې چاپ کړې ده ؛ په افغانستان کې ددغه هيواد دپوځيانو دشتون په اړوند ويلي دي ، زياتره په دې اړوند وايي چې دا زموږ ډيره ستره تيروتنه وه چې د دومره لوړو هيلو ته مو لمن ووهله او په دې لاره کې مو ناڅيز لګښت وکاراوه . ده د دغه ماموريت د هدفونو په باب زياته کړه، موږ نه غوښتل چې يواځې هغه امنيتي ګواښونه لرې کړو چې له افغانستان څخه يې سرچينه اخسته بلکې غوښتل مو چې دغه هيواد په راتلوونکې کې زموږ له مفکورو سره سم او په ګړنديتوب سره پرمخ لاړ شي .
دآلمان دبهرنيو چارو وزير ويلي دي چې په اوس وخت کې په افغانستان کې زيات پرمختګونه شوي دي په زياترو برخو کې لاتراوسه پورې هم برياليتوب نه دى ترلاسه شوى . ده ويلي دي چې په دغه هيواد کې دنشه يي توکو سوداګرۍ سمون موندلى دى او په ټولو برخو او کچو کې فساد شته .
ده ليکلي دي چې په زياترو ولايتونوکې لاتراوسه پورې هم قدرت مند جنګسالاران واکمن دي، د دغه هيواد په ځينو برخو کې لاتراوسه پورې هم تاوتريخوالى واکمن دى او لاتراوسه پورې هم په بنسټ پالو طالبانو دبرياليتوب لپاره وخت شته .
خو سره له دې هم دآلمان دبهرنيو چارو وزير نه غواړي چې دغه حالت په افغانستان کې دنړيوال ماموريت لپاره ديوې ماتې په توګه وبولي .
د ده په باور اوس نور له دغه هيوادڅخه نړيوالې ټولنې ته هيڅ راز امنيتي ګواښ متوجه نه دى . ده دسوريې او عراق په ګډون له نورو هيوادونوسره د افغانستان په پرتله کولو سره ويلي دي چې کولاى شي په افغانستان کې نتيجې په کافي اندازه وويني .
آلماني ځواکونه په ٢٠٠١ ميلادي کال کې او په افغانستان دامريکا او دهغې دمتحدينو له بريد وروسته دناټو دځواکونو په چوکاټ کې ديوه جنګي ماموريت دترسره کولولپاره په دغه هيواد کې ديره شول او ټاکل شوې ده دغه ماموريت دروان ميلادي کال په وروستيو وختوکې پاى ته ورسيږي .
آلماني ځواکونه به د راتلوونکي ميلادي کال په لومړيو وختو کې له ٨٠٠ تنو پوځيانوسره د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ لپاره نوى ماموريت پيل کړي .
ويل کيږي چې همدا اوس څه دپاسه ٢٠٠٠ تنه آلماني پوځيان له امنيت سره دمرستې دځواکونو ايساف په چوکاټ کې په افغانستان کې ديره دي .