له افغانستان څخه شپږ تنه ورزشکارې نجونې او شپږ تنه نارينه ورزشکاران ډيلي ته ځي .
کابل- باختر دمرغومي دولسمه:
د بايسکل ځغلولو د اتلوالۍ په هغې سيالۍ کې به چې په نږدې راتلوونکې کې دهندوستان په ډيلي ښارکې ترسره کيږي؛ له افغانستان څخه شپږ تنه ورزشکارې نجونې او شپږ تنه ورزشکار ځوانان ګډون وکړي .
د المپيک دملي کميټې د بايسکل ځغلولوکميسيون رييس محمد صادق صادقي باختر اژانس ته وويل: دغه سيالۍ چې دنجونو اوهلکانو په څانګوکې ترسره کيږي، د يو څلويښتو آسيايي هيوادونو ورزشکاران به پکې ګډون وکړي .
د صادقي دڅرګندونو له مخې: دهيواد دنجونو او هلکانو د بايسکل ځغلولو د ټيمونو د فعال ګډون په مقصد، دبايسکل ځغلولو فدراسيون سر له اوسه تيارى نيسي او يو لړ تمرينونه يې هلکانو ته په پاکستان کې او نجونو ته د افغانستان په دننه کې پيلوي .
صادقي وويل: په دغو سياليوکې به له افغانستان څخه شپږ تنه ورزشکاران نجونې او شپږ تنه ورزشکار ځوانان ګډون وکړي .