سیاست

له افغانستان څخه د وتلو په اړوند د امريکا د تصميم نيونې شخړه

واشنګتن- وى او اى نيوز – باختر د وږي دمياشتې ٩
د ملګرو ملتو د سازمان د پريکړه ليک له مخې: زياتره بهرني ځواکونه به چې د يوې لسيزې په بهيرکې يې په افغانستان کې عمليات درلودل؛ د روان کال تر پاى پورې له افغانستان څخه ووځي او يواځې يو شمېر عسکر او ښوونکي به د افغان امنيتي ځواکونو د روزنې لپاره په افغانستان کې پاتې شي.
باختر آژانس د وي او اې نيوز د خبرې سايت له خولې خبر راکړ: د امريکا اردو له افغانستان سره د دوه اړخيزې امنيتي تړون په نشتوالي سره په دغه هيوادکې په يو سخت دريځ کې ده، ځکه له هغه پرته له ٢٠١٤ م کال وروسته په افغانستان کې د امريکايي عسکرو شتون به غيرقانوني وي.
سره له دې چې د تيرکال په پاى کې دافغانستان لويې جرګې دغه موافقه ليک تاييدکړ، خو د افغانستان جمهور رييس حامدکرزي د هغه له لاسليک کولو څخه ډډه وکړه او دغه موافقه ليک اوس هيڅ اعتبار نه لري.
دافغانستان د جمهوري رياست انتخابات د وري د مياشتې په ١٦ مه نيټه ترسره شول او دغه انتخابات د غبرګولي په ٢٤ مه نيټه دويم پړاوته لاړل، خو د دغه پړاو نتيجه تراوسه نه ده اعلام شوې او د دواړو لورو ترمنځ خبرې اوس هم دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته