اوتاوا باختر د لړم لسمه :
څه ناڅه پنځه څلويښت تنه کاناډايي پوځيان دافغانستان په جګړې کې له خدمت وروسته او خپل هيواد ته په بيرته ستنيدو سره ځان وژنه کړې ده .
باختر اژانس دايرنا دخبري اژانس له خولې خبر راکړ دغه شمير دهغو ١٥٨ تنو کاناډايانو پوځيانو برسيره دي چې د ٢٠٠١ – ٢٠٠٤ کلونوکې په قندهار ولايت کې له طالبانوسره په جګړو کې وژل شوي دي .
کاناډا په همدې موده کې خپل څلويښت زره تنه پوځيان له طالبانوسره دجګړې لپاره افغانستان ته استولي و .
په رپوټ کې دهغو مرکو پربنسټ چې دپوځيانو له کورنيو سره ترسره شوي دي ټينګار شوى دى چې ټول دغه ٥٤ تنه پوځيان دځان وژنې له امله وژل شوي دي .