امنیت

له افغانستان سره په پوله کې دتاجکستان د امنيتي تدبيرونو زياتوالي

-مسکو باختر د غبرګولي  اووه ويشتمه :
د تاجکستان حکومت له افغانستان سره په پوله کې د خپلو پوځيانو شمېر زيات کړى دى او دغه اقدام د افغانستان د شمال په سيموکې د کړکيچ په زياتوالي پورې اړوند بلل شوى دى.
  د ايران د دولتي خبري آژانس دخبر له مخې:
دتاجکستان د سرحدي ساتوونکو مقاماتو ويلي دي چې سرحدي قطعات په پوځي کالنجونوکې د روزل شويو ځواکونو او د سرحدي ساتوونکو او روزل شويو عسکرو  په ادغام سره پياوړي شوي دي .
  د تاجکستان په پايتخت دوشنبه ښارکې د سرحدي ځواکونو د شمېر د زياتوالي  دليل د نشه يي توکو  د قاچاق وړونکو او د بنسټپالو ګواښ اعلام شوى دى . 
مخکې له دې هم دتاجکستان حکومتي مقاماتو د اردو له عسکرو څخه د پولې د ساتنې د دويمې کرښې د جوړولو لپاره استفاده کړې وه .
په ١٩٩١ ميلادي کال کې د پخواني شوروي اتحاد تر ټوټې ټوټې کيدو پورې  پنځه ويشتو زرو تنو پوځيانو او سرحدي ساتوونکو د تاجکستان پوله ساتله او يوولس کاله مخکې تاجکي پوله ساتو د خپلو  جنوبي پولو د ساتنې مسووليت په غاړه واخيست .
د ايران دولتي خبري آژانس د روسيې سپوتنيک خپرونې له خولې وليکل چې د افغانستان د شمال په سرحدي سيموکې د څو زرو تنو افراطي وسله والو جګړه مارانو شتون اټکل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته