سیاست

له افغانستان سره د امريکا همکارۍ به دوام ومومي

کابل  باختر دمرغومي دمياشتې  ١٦ :
دبهرنيو چارو وزارت سرپرست نن په کابل کې د امريکا د متحده ايالاتو له نوي سفير ښاغلي پيترمايکل مکنلي سره  د پيژندګلوۍ کتنه وکړه.
دبهرنيو چارو وزارت د ويندوى دفتر باخترآ ژانس ته خبرورکړ :
په دې کتنه کې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې دامريکا دمتحده ايالاتو د نوى سفير په توګه د مکنلي  د ټاکل کيدوله امله خوښي څرګنده کړه .
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست ښاغلي مکنلي ته په راتلوونکي ماموريت کې د برياليتوب دهيلې په ترڅ کې دافغانستان او امريکا ترمنځ  د سياسي اواقتصادي اړيکو د پياوړتيا او پراختيا په لاره کې دامريکا د پخواني سفير ښاغلي کننګهم د کار د دورې، فعاليتونو او برياليتوبونو او دغه راز په افغانستان کې د امنيت او ثبات د تامينولو او د بيا جوړولو په برخوکې د ده د هڅو او هاند له امله مننه او قدرداني وکړه.
ده په ډيرو سختو شرايطوکې د امريکايي ځواکونو د پراخ ملاتړ، سرښندنو او قربانيو له امله او دغه راز په بېلابېلو برخوکې د امريکا د متحده ايالاتو د سخاوتمندانه او بشردوستانه  همکاريو په  خاطر  د دغه هېواد له سفير څخه مننه او قدرداني وکړه .
وروسته په افغانستان کې  د امريکا د متحده ايالاتو سفير  مکنلي خبرې وکړې  او زياته يې کړه: خوښ يم چې پخوا مې هم د دغه سفارت د مرستيال په توګه پنحلس مياشتې په افغانستان کې کار کړى دى. له ستونزو ډکه خو په عين  حال کې ښه دوره وه .
هيله لرم چې دامريکا سفارت د افغانستان د بهرنيو چارو له وزارت سره په نږدې همکارۍ کې  هغه چارې او مسووليتونه چې په مخکې يې لري؛ په ښه توګه ترسره کړي  .
د امريکا متحده ايالات د پخوا په شان  ژمن دي چې د سيمه ييز او نړيوال تروريزم پرخلاف  د مبارزې په لاره کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي .
دغه راز په بېلابېلو برخوکې له افغانستان سره د امريکا مالي مرستې او همکارۍ به دوام ومومي .
دغه راز د امريکا متحده ايالات په افغانستان کې د سولې اوثبات د تامينولو له بهيرسره په ملاتړکې د ملي وحدت له  حکومت سره يوځاى کار کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته