نړۍ

له افغانستان سره دهمکاري پرسر دروسيې، چين او هند موافقه

مسکو  باختر دوري اوه ويشتمه

  هند ، روسيه  او چين وايي  دتروريزم اونشه يي توکو پرخلاف دمبارزې په کار کې له افغانستان سره دګدې همکارۍ پرسر موافقي ته رسيدلي دي .

 درارسيدلو خبرونوله مخې، دغه موافقه  ددغو دريو هيوادونو د بهرنيو چارو دوزيرانو په کتنه کې  شوې ده .

 دانترفاکس  دخبري اژانس دخبر له مخې، دروسيې دبهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي دي هيواد يې له چين او هند سره دتروريزم پرخلاف دمبارزې په مقصد له افغانستان سره دګډ کارپرسر موافقه  کړې ده .

 لاوروف په مسکو کې  له خپلو چينايي او هندي سيالانو سره له کتنې وروسته وويل ،دغه درې هيوادونه په افغانستان کې دتروريزم او نشه يي توکوپرخلاف دمبارزې لپاره دخپلو همکاريو ژمنه کړې ده .

 دروسيې دبهرنيو چارو وزير دې ته په اشاري سره  چې  افغانستان  دچين او هندوستان ګاونډى دى وويل، دروسيې جمهور رييس  ولاديمير پوتين هم په بي ساري ډول  په څرګندونو کې ويلي دى ، دى او دهيواد خلک  يې په افغانستان کې دثبات ملاتړ کوي .

  پوتين چې په دى وروستيو وختو کې ددريم ځل لپاره دروسيې دجمهوري رييس په توګه  ټاکل شوي ويلي دي په افغانستان کې امنيت اوثبات دروسيې دخلکو هميشني هيله ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته