له افغانستان سره دامريکا دمرستې او همکارۍ دوام
کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٩ :
دامريکا دبهرنيو چارو وزير جان کري يو ځل بيا له افغانستان سره دخپل هېواد په مرستو او همکارۍ باندې ټينګار وکړ.
د باخترآژانس دخبرله مخې : د امريکا د بهرنيو چارو وزير په هغه ليک کې يې چې دافغانستان د خپلواکۍ د٩٦ کاليزې له امله ليږلې وه دهېواد دبهرنيو چارو وزير ته دافغانستان د خپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو له امله مبارکې وويله او له افغانستان سره دخپل هېواد په دوامداره مرستو او همکارۍ ژمنه وکړه.