له اسلام اباد سره دامريکا دپوځي مرستو بنديدل .
کابل باختر دزمري ديرشمه :
دامريکا متحده ايالاتو له تروريزم سره دمبارزې په برخه کې له اسلام اباد سره ددغه هيواد کلني مرستې چې يو نيم ملياردو ډالرو ته رسيږي بندې کړې دي .
باختراژانس دپاکستان ديوې انګليسي ژبې ورځپاڼې له خولې خبر راکړ ، دغه بنديزونه په دې خاطر وضع شوي دي چې دامريکا متحده ايالاتو په پاکستان تور لګولي دى چې په وزيرستان کې ددغه هيواد په پوځي عملياتو کې يې دحقاني شبکه نه ده ځپلې .
دحقاني شبکه دامريکا دبهرنيو چارو وزارت په تور لست کې ليکل شوې ده .
پاکستاني مقاماتو مخکې له دې ويلي و چې په وزيرستان کې يې دتروريستي ډلو پرخلاف عمليات پيل کړي دي .
ددغو مرستو له بنديدو وروسته پاکستان په څرګند ډول تيره شپه په شمالي وزيرستان کې محدود عمليات پيل کړل چې له دغو مرستو څخه بې برخې نه شي . دپاکستان داردو وياند تورنجنرال عاصم بجوا تيره شپه په خپل تيويتر کې وليکل چې دوزيرستان په شوال سيمه کې ځمکني عمليات پيل شوي دي .
پاکستان په افغانستان کې په تروريستي عملياتو کې دحقاني شبکه رهبري کوي . دغه شبکه په کابل او دافغانستان په جنوبي او ختيځو ولايتونوکې په زياترو چاودنو کې لاس لري چې وروستۍ چاودنه دکابل ښار په شاه شهيد کې شوې ده .