خبرونهورزشنړۍ

له اسرایلو ملاتړ؛ د جنوبي افریقا نولس کلنو کم عمره کریکټ لوبډلې لوبډلمشر له لوبډلمشرۍ ګوښه شو

نړۍ، د مرغومې ۲۳ مه، بهرنۍ رسنۍ

د جنوبي افریقا ۱۹ کلنو کم عمره کریکټ لوبډلې لوبډلمشر ډېوېډ ټیګر د دې له امله د لوبډلې له لوبډلمشرۍ څخه کېنول شوی، چې تازه یې د اسرایلو پر ملاتړ اېکس پیغام خپور کړی او موده وړاندې یې خپله یوه ګټلې جایزه اسرایلي سرتېرو ته ډالې کړې وه.

جنوبي افریقا یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې د فلسطینیانو پر وړاندې د صهیونست پوځ ظلمونه غندي او تازه یې د عدالت نړیوالې محکمه کې هم د اسرایلو پر وړاندې قضیه کې مهم رول ادا کړی.

غزه کې د اسرایلي پوځيانو ظلمونه نن شنبې د ۹۹ مې ورځې لپاره لا هم روان دي او تر دا مهاله یې پر وړاندې هېڅ هېواد او هېڅ کوم سازمان جدي ګامونه نه دي پورته کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته