خبرونهنړۍ

له اسرایلو غچ؛ حزب الله په اشغالي فلسطین کې د اسرایلو پر مرکزونو د توغندیو باران کړی

نړۍ، د غبرګولي ۲۲مه، بهرنۍ رسنۍ 

 وروسته تر هغې چې اسرایلي هوایي ځواکونو د لبنان حزب الله ډلې یو قومندان او یو جنګیالی په نښه او ووژل، حزب الله ډلې د خپلو ملګرو د وژنې په غچ کې له توغندیو څخه په استفادې د اشغالي فلسطین ځینو برخو کې د صهیونست پوځ راټولېدنې او مرکزونه په نښه کړي دي.

د حزب الله ډلې غړي نن سهار وژل شوي او رسنیو ویلي تر هغې ورورسته تر سلو زیات توغندي پر اسرایلو توغول شوي دي.

د توغندیزو بریدونو د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.

اسرایلي پوځ بیا د رژیم په بېلابېلو سیمو کې د خبرادري پیغامونه خپاره کړي او د خطر زنګونه فعال شوي دي.

««««

د حزب الله بریدونو په اشغالي فلسطین کې اورلګېدنې رامنځته کړي

وروسته ترهغې چې نن سهار د لبنان حزب الله ډلې د خپل یو قومندان او یو جنګیالي د وژلو په غچ کې د اشغالي فلسطین شمالي سیمو کې د صهیونستي رژیم پوځي مرکزونه او هستوګنیز ښارګوټي تر توغندیزو بریدونو لاندې ونیول، راپورونه وایي دغو بریدونو پراخ زیانونه اړولي او اورلګېدنې یې رامنځته کړې دي.

اسرایلو ویلي پوځ یې هڅه کوي، لګېدلي اورونه مړه کړي.

««««

د صهیونستي رژیم د وسلو یوه کارخانه په نښه شوې.

د فلسطیني رسنیو د راپورونو له مخې د حزب الله په نننیو توغندیزو بریدونو کې د صهیونستي رژیم د وسلو یوه کارخانه، چې د بلاسان په نوم یادیږي، په نښه او له منځه وړې ده.

دغه راز غزه کې د الاقصی کنډک سرتېرو د صهیونستي پوځ یوه ډرون الوتکه چې سیمه کې یې د جاسوسي معلوماتو په راټولولو بوخته وه، تر خپل کنټرول لاندې راوستې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته