کابل باختر د وږي شپږ ويشتمه :
دافغانستان دشفافيت دمدافع سازمان،دافغانستان دعامه مطالعاتو دموسسې ، ددولتي موسسو دهمغږي دادارې ، دبرابرى بنسټ دسازمان ، دافغانستان دځوانانو دټولنيز او ورزشي سازمان او د A-I-B-A موسسې په ګډون دافغانستان دمدني بنسټونو په وړاندې د جمهور رييس ددويم مرستيال قانونپوه سروردانش په مشرى له اداري فساد سره دمبارزې دملي ستراتيژى دطرحې دڅيړنې په مقصد نن له غرمې وروسته ګډه غونډه جوړه شوه
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، دروان کال دوږي دمياشتې ددوه ويشتمې نيټې دقانون دواکمنۍ دعالي شوراپه غونډه کې له اداري فساد سره دمبارزې په ملي ستراتيژي پورې اړوند دمدني بنسټونو خبري اعلاميه دجمهور رييس ددويم مرستيال له خوا دقانون دواکمنى عالي شورا ته وړاندې شوه چې په نتيجه کې يې دشورا په دې غونډه کې پريکړه وشوه چې دمدني بنسټونو دنظريو او پيشنهادونو دوړاندې کولو په مقصد دې ، دجمهور رييس ددويم مرستيال په مشري دمدني ټولنې له بنسټونو سره ګډه غونډه جوړه شي .
په نننۍ غونډه کې دجمهور رييس مرستيال لارښوونه وکړه چې له دې وروسته دې دقانون دواکمني دعالي شورا په غونډه کې ، دمدني بنسټونواستازي ته هم دګډون بلنه ورکړى شي چې په مستقيم ډول دقانون په واکمني پورې داړوندو پروګرامونو په باب دمدني ټولنې نظريې وړاندې او ترلاسه شي .
په نننۍ غونډه کې دمدني بنسټونو استازو دملي وحدت دحکومت له خوا له اداري فساد سره دمبارزې د نسبي پرمختګ هرکلى وکړ او له اداري فساد سره دمبارزې دملي ستراتيژي طرحه يې داداري فساد په له منځه وړلو کې يو مثبت او اغيزمن ګام وباله ، خو ټينګار يې وکړ چې دغې طرحې دبډاينې لپاره دې دمدني بنسټونو وړانديزونه هم له اداري فساد سره دمبارزې دستراتيژي دطرحې په متن کې ځاى کړى شي .
له اداري فساد سره دمبارزې ددوام ، ملي پيوستون او له اداري فسادسره دمبارزې په لاره کې عامه پوهاوي ، له اداري فساد سره دمبارزې په لومړيتوبونو کې دپوهنې او دلوړو زده کړو محور ، دپوليسو دخدمتونو دکميسيون جوړول له اداري فساد سره دمبارزې دملي ستراتيژي دطرحې دتطبيقي ميکانيزم مشخص کيدل او هم له اداري فساد سره دمبارزې ديوه خپلواک کميسيون جوړول دملي بنسټونو دوړانديزونو له جملې څخه و ، چې په نننى غونډه کې طرحه شول او په دې برخه کې څيړنې وشوې .
دمدني ټولنې دنظريو او وړانديزونو په باب له هراړخيزو خبرو او څيړنو او دغونډې دغړو له خوا دځينو طرحه شويو ټکو په باب دجمهور رييس ددويم مرستيال له څرګندونو وروسته ، په پاى کې پريکړه وشوه چې دمدني بنسټونو پيشنهادونه دې بايد په ليکلي ډول وړاندې شي چې له اداري فساد سره دمبارزې دملي ستراتيژي دطرحې په متن کې تنظيم او دمدني بنسټونو داستازي په شتون دقانون دواکمني دعالي شورا په راتلونکې غوڼده کې وڅيړل شي .
ديادونې وړ ده چې له اداري فساد سره دمبارزې دملي ستراتيژي طرحه له کورنيو بنسټونو او دنړيوالې ټولنې سره له اوږدو خبرو او څيړنو وروسته تدوين شوې ده چې په دې ستراتيژي کې سالمه سياسي رهبري ، په امنيتي برخه کې اصلاحات ، داستخدام په سيستم کې شفافيت او نظام بندي ، په عدلي اوقضايي بنسټونو کې اصلاحات . داداري فساد دتورنو کسانو تعقيبول او دغه راز دمالي چارو سالم اوشفاف مديريت له اداري فساد سره په مبارزه کې دپنځو اصلي لومړيتوب لرونکو محورونو په توګه تشخيص او هريوه دغه محور ته خاص معيارونه او اقدامات هم تعريف شوي دي . ختم_ ف _ اکرم
1 2 دقیقې لوستل