لغمان کې ۲۰۰ کورنیو ته برېښنا برابره شوه
کابل، د غبرګولي ۲۳مه، باختر
د لغمان د برېښنا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت مرکز اړوند فتح الله کلا سیمه کې۲۰۰ کورنیو ته برېښنا برابره شوې ده.
د لغمان والي شیخ شېراحمد حقاني وویل، چې د برېښنا یاده شبکه د دوه میلیونه افغانیو په لګښت د مرکز اړوند فتح الله کلا سیمه کې جوړه شوې، چې ۲۰۰ کورنیو ته برېښنا برابره شوې ده.
بل لور ته د برېښنا ریاست عملیاتي انجنیر میرویس روستم خېل وویل، چې یاده شبکه د نیمه کاره پروژو له جملې څخه وه چې د یوه کال په موده کې په اساسي ډول جوړه شوې ده.
د سیمې خلکو وویل، چې د برېښنا د نشتون له امله ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان و چې اوس به یې یادې ستونزې حل شي.