کابل د زمري ۲۳مه، باختر
د لغمان خوړو او درملو ادارې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې ۱۵ ټنه تاریخ تېره درمل او بې کیفیته خوراکي توکي راټول او سوځول شوي دي.
د یاد ولایت د خوړو او درملو ادارې امر حافظ نورالرحمن بیدار د باختر آژانس خبریال ته ویلي، چې د یاد ولایت د مرکز مهترلام او د یو شمېر ولسوالیو له بازارانو، هټيو، مارکېټونو او درملتونونو څخه ۱۵ ټنه تاریخ تېره او بې کیفیته خوراکي او غیر خوراکي توکي او درمل د درېیو میاشتو په لړ کې راټول شوي وو، چې د ځايي مسوولینو په شتون کې وسوځول شول.
دا په داسې حال کې ده، چې په دغه ولایت کې د خوړو او درملو ادارې له لوري تر دې مهاله په زیاته اندازه بې کیفیته توکي راټول او سوځول شوي دي.
8 1 دقیقه لوستل