کابل، د وږی ۲۰ مه، باختر
د لغمان ولایت ځایي مسوولینو د دغه ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د یوه جامع جومات د جوړېدو خبر ورکړی دی.
سرچینې باختر آژانس ته ویلي، چې د یاد ولایت په علینګار ولسوالۍ کې د خلکو په مالي ملاتړ د ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د عمر فاروق (رض) په نامه یو جامع جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
نوموړی زیاته کړې، چې یاد جومات په یوه وخت کې د ۱۴۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لري.