خبرونهښوونه او روزنه

لغمان کې یوه ښوونځي ته ۹ تدریسي خونې جوړې شوې

کابل، د غبرګولي ۱ مه، باختر
د لغمان د پوهنې ریاست مسوولینو د ۲ نیم میلیونو افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته د ۹ تدریسي خونو د جوړولو خبر ورکړی دی.
د لغمان د پوهنې رییس مولوي شاه جهان ساجد د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د یاد ولایت په مرکز پورې اړوند د کتب زایو د هلکانو په ښوونځي کې د یوه معارف دوست حاجي عبدالوکیل له خوا د ۲ نیم میلیونه افغانیو په لګښت ۹ تدریسي خونې جوړې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې دغه تدریسي خونې پر۲ جریبه ځمکه د ۵ میاشتو په موده کې جوړې شوي چې زر تنه زده کوونکي به پکې زده کړې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته