لغمان کې سلګونه کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

کابل د مرغومي ۲۰مه، باختر
د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د ۱۳ څاه ګانو په ترمیم سره د سیمې ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست نشراتي مسوول شمس الرحمن شمس باختر اژانس ته ویلي، چې د دغه ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د اروپایي ټولنې د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو موسسې په مالي ملاتړ د ۱۸۲ زره افغانیو په لګښت د څښاک اوبو ۱۳ څاه ګانې ترمیم کړي، چې پر مټ یې د سیمې ۳۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي.
ورته مهال د یادې سیمې اوسېدونکو د دغې پروژې په پلې کېدو خوښي ښودلې او وایي، چې د یادو څاه ګانو په ترمیم سره به یې د څښاک اوبو په برخه کې شته ستونزې حل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته