لغمان کې د ۵ کیلومتره سړک د رغولو چارې پیل شوې

کابل، د مرغومي ۲۰ مه، باختر
د لغمان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو د دغه ولایت په مرکز کې د ۵ کیلومتره سړک د رغولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ریاست رییس مولوي محمد ظاهر زرکمر باختر آژانس ته ویلي، چې د دې سړک د رغولو چارې د خوړو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د یو میلیون ۷۴۰ زره افغانیو په لګښت، د کرنج کوزکلي څخه تر دومایه کلي پورې پیل شوې دي.
د نوموړي په وینا، د یاد سړک د رغولو چارې به په ۶ میاشتو کې بشپړې شي چې په کې به ۱۰۰ ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي، او په جوړېدو سره به یې د سلګونو کورنیو د تګ راتګ ستونزې حل شي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت په بریا سره په هېواد کې ورته ګڼې پروژې پلې شوې دي.