لغمان کې د ۳۴۰ کیلو متره سړکونو د جوړولو او بیا رغولو چارې پیل شوې

کابل، د مرغومي ۲۶ مه، باختر
د لغمان د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۳۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۰۰ کیلومتره فرعي سړک د جوړولو او د ۲۴۰ کیلومتره نورو فرعي سړکونو د بیارغولو چارې پیل شوې دي.
د یاد ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس مولوي محمد ظاهر زرکمر باختر اژانس ته وویل چې دغه پروژې د خوراک نړیوال سازمان په مالي ملاتړ پلې کېږي چې ۱۸۰۰ کسانو ته په کې د کار زمینه برابره شوې او په بشپړېدو سره به يې د ۲۰ زره کورنیو ترانسپورټي ستونزې هوارې شي.
د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په حاکمیت سره په ټول هېواد کې د ابادۍ چارې په چټکۍ سره روانې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته