لغمان کې د ۲ چک ډېمونو د رغولو چارې پیل شوې

کابل، د کب ۶ مه، باختر
د لغمان ځايي مسوولینو د یاد ولایت په الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو کې د ۲ چک ډېمونو د رغولو چارو د پیل خبر ورکړی دی.
د لغمان د الیشنګ ولسوالۍ په شمکټ او د دولت شاه ولسوالۍ په دره نزاري سیمو کې د ۶ میلیونه افغانیو په لګښت پرون د ۲ چک ډېمونو د رغولو چارې پیل شوې دي.
د لغمان مرستیال والي مولوي اخترمحمد مزمل د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د حکم له مخې د هېواد په کچه د وچکالۍ د مخنیوي په موخه د چک ډېمونو د رغونې حکم چې د لغمان د هرې ولسوالۍ لپاره یو چک ډېم چې په ټوله ۵ چک ډېمونه کېږي منظور شوي او چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
په ورته وخت کې د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن ویلي چې د یادو چک ډېمونو په رغېدو سره به له یوخوا د خاورې د تخریب مخینوی وشي او له بلې خوا به د باران او سېلابونو اوبه ذخیره شي.
همداراز د کرنې وزارت اړوند په کرونده کې د اوبو تنظیم او د اوبو لګولو د نویو تکنالوجیو د رواجولو مسؤل مولوي معاذالله عادل وویل چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له لوري د کرنې وزارت په چوکاټ کې په ټول هېواد کې ۴۲۰ چک ډیمونه منظور کړي، چې لغمان ولایت یې هم برخمن او پنځه چک ډیمونه ورته منظور شوي دي.