کابل, د زمري ۳۱ مه, باختر
د لغمان د دولت شاه ولسوالۍ په خاص دولت شاه کلي کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت یو جامع جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد جومات د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د لغمان مرستیال والي مولوي اختر محمد مزمل ویلي چې یاد جومات د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت پر ۷۵۰ متره مربع ځمکه په درېیو پوړونو کې جوړ شوی دی.
هغه زیاته کړې چې دغه جومات په یو وخت کې د ۱۲۰۰ لمونځ کوونکو د ظرفیت لري چې د انجونو او هلکانو د مدرسې ترڅنګ په ټولو ضروري برخو سمبال دی او په راتلوونکي کې به کتابتون او د عصري علومو د زدکړو مرکز هم په کې جوړ شي.
ورته مهال د سیمې اوسېدونکي د یاد جومات په جوړېدو خوښي څرګندوي او وایي چې لوڼې او زامن به یې په دغه جومات کې دینې زده کړې وکړي.
7 1 دقیقه لوستل