خبرونهاقتصادټولنه

لغمان کې د ۱.۵ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې

کابل، د غوایي ۲۹مه، باختر
د لغمان ولایت د مرکز اړوند مسکورې سیمه کې د خلکو او د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست په ګډې همکارۍ د نوي ۱.۵ کیلومتره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې.
دغه سړک چې ۳ نیم متره پراخوالی او ۱۵۰۰ متره اوږدوالی لري د کرنیزو ځمکو په منځ کې مسکورې کلي ته غځېږي چې په جوړېدو به یې د ګڼ شمېر خلکو د تګ راتګ ستونزې حل شي.
د سرچینې په وینا، پخوا د تګ راتګ لپاره له سختو ستونزو سره مخ وو، د موټر لار یې نه درلوده، خو د دې سړک په جوړېدو به یې ستونزې حل شي.
د دغه ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس مولوي محمد ظاهر زرکمر وویل، چې یاد سړک د خلکو او د دوی په ګډ لګښت جوړېږی چې ژر به یې چارې بشپړې شي.
نوموړي دغه راز زیاته کړه هڅه کوي چې راتلوونکي کې دغه سړک په پاخه ډول جوړ کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته