کابل، د وږۍ ۲۲ مه، باختر
د لغمان د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست مسوولینو په دغه ولایت کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت کډوالو ځوانانو ته د ټولنیزمرکز د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د یاد ولایت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس مولوي غلام الرحمن بلال د باختر آژانس خبریال ته ویلي چې لغمان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ لخوا په دوو پوړونو کې د ۱۸ میلیونه افغانیو په لګښت کډوالو ځوانانو ته ټولنیز مرکز جوړ شو، چې ۸ خونې، جومات، څاه، تشنابونه او نورې اړینې برخې لري.
د نوموړي په وینا په دغه مرکز کې به د کډوالو بېوزلو ځوانانو، نابینایانو او نورو اړمنو کسانو ته په بېلا بېلو برخو کې حوفوي او هنري زده کړې ورکول کېږي.
د یادونې وړ ده چې د اوس لپاره په دغه مرکز کې ۳۰ تنو نابینا انجونو ته د زده کړو زمینه برابره شوې دي.
13 1 دقیقه لوستل