لغمان کې د ۱۵۵ زره ډالرو په لګښت د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې پیل شوې

کابل، د لېندۍ ۱۵مه، باختر 

د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند په حسن آباد سیمه کې د پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست په هڅو د جاپان هېواد په مالي ملاتړ او په اسیا کې د نړیوالو ټولنیزو خدمتونو موسسې له لوري د طبیعي پېښو د تاثیراتو د کمښت په برخه کې د ظرفیت لوړونې پروژې له لارې د سیند په مسیر د یو استنادي دېوال د جوړېدو چارې پیل شوې.

د یاد ولایت والي قاري زین العابدین عابد وویل چې دغه دېوال ۵۰۰ متره اوږدوالی، ۴ متره لوړوالی او ۳ متره پلنوالی لري؛ چې ۱۵۵ زره  امریکايي ډالره لګښت پرې راځي او د څلور میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې شي.

د نوموړي په خبره د یادې پروژې په بشپړېدو سره به شاوخوا زر جریبه ځمکه او ۵۰۰ کورونه د سېلابونو له خطر څخه خوندي شي.

د یادونې وړ ده، چې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو له باختر آژانس سره په خبرو کې د یادې پروژې په پیل کېدو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې په دې سره به یې ځمکې او کورونه د سېلابونو له خطراتو وساتل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته